آوا - مزارشریف: د بلخ پوهنتون استاده آوا ته د حضرت زهرا (ع) په ژوند کښې د علم د مقام په هکله وویل: حضرت. زهرا (س) پخپله یوه عالمه وه او پوهه یې د حق او باطل د شرایطو د بېلولو او هم د اولادونو د روزلو لامل و.
هغې زیاته کړه، کله چې موږ د حضرت زهرا (س) د اولادونو ژوند مطالعه کړو، نو معلومه به شي، چې مور یې ډېره پوه ښځه وه، چې د دومره زیارکښو اولادونو پالنه یې کوله.
د بلخ پوهنتون د دغه استادې په خبره، په اسلام کې د علم او سواد زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض شوې او په هېڅ ځای کې هم دا نه دي ویل شوي چې ښځې دې زده کړې نه کوي، ښوونځي او پوهنتون ته نه ځي.
هغې زياته کړه، چې پوهې او سواد ته د نارينه وو په پرتله ښځې زياتې اړتيا لري. ځکه چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډیر نفوذ لري او د دوی بې سوادي د دې لامل کیږي چې نسلونه بې سواده پاتې شي.
د بلخ پوهنتون دغه استاده ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د سواد درلودل خلک له ګمراهۍ څخه ژغوري او د ټولنې ټول غړي په ځانګړې توګه ښځې باید له کافي سواد څخه برخمنې شي.
هغې څرګنده کړه، چې په اوسنيو شرايطو کې که ښځې پوره پوهه او زده کړه ونه لري، نو د وضعيت په سمه توګه څېړنه به ونه شي او په پايله کې به يې د پوهو ماشومانو د روزلو جوګه نه وي.
هغې ټینګار وکړ چې د حضرت زهرا سلام الله علیها ژوند د ښځو لپاره یو مکتب دی چې باید د مثال په توګه یې تعقیب کړو.
همدارنګه د بلخ ولایت د فرهنګي چارو کارپوهه عزیزه جعفري هم آوا ته وویل، چې ښځو ته د ساینس او پوهې ښوونه په اسلام کې یو مهم اصل دی، چې ډېر پرې ټینګار شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې حضرت زهرا (س) په اسلامي ټولنه کې د ښځو لپاره د نمونې په توګه، یوه عالمه ښځه وه.
جعفري تاکيد وکړ: که حضرت زهرا سلام الله عليها د ژوند په ټولو ډګرونو کښې نمونه وي نو د حضرت د علم او پوهې په بنياد د اسلام د پاکو لارښوونو مرجع ده.
هغې زیاته کړه که څه هم په هغه وخت کې دا پوهنتون نه و، خو هغه پوهنتون چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې استاد و، د اسلامي نړۍ داسې شخصیتونه وړاندې کړل چې بېلګه یې په نړۍ کې بل ځای نه موندل کېږي.