کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله له سقوط سره مخ دي

7 جدی 1401 ساعت 11:33

د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیه خبرداری ورکوي چې که ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، د اقتصادي ستونزو له امله به ډېری پوهنتونونه وتړل شي.


آوا - کابل: د افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ سلنه محصلین نجونې دي.
 
ناصري په دې اړه وويل: اقتصادي ستونزې زياتې شوي او اوس له ٣٠ تر ٣٥ پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که حل نه شي، ښايي وتړل شي.
 
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې پراته خنډونه به لرې کړي.
 
د لوړو زده کړو وزارت وياند ضياء الله هاشمي په دې اړه وويل: هغه ستونزې چې د پوهنتونونو د خدمتونو په وړاندې خنډ ګرځي، د له منځه وړلو او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو هڅې روانې دي.
 
د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیې اعلان کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې شاوخوا ۲۰۰ زره محصلین په کې زده کړې کوي.
 
د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین هم وايي، که دا وضعیت دوام وکړي، د لوړو زده کړو ډېری موسسې به وتړل شي.
 
د مورا د تعلیمي او تحصیلي کمپلکس بنسټ ایښودونکي عزیزالله امیر هم وویل: په دغه علمي مرکز کې نارینه نه وو، که د اسلامي امارت د دغه فرمان پلي کېدل دوام ولري، د دغه مرکز دروازه به د تل لپاره وتړل شي.
 
د دعوت پوهنتون علمي مرستیال عنایت الله خلیل حمد هم وايي: پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي، خو هیله لرو چې ژر تر ژره پرانیستل شي او محصلین به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړې او روزنې بهير وځنډاوه. یو داسې عمل چې سخت ملي او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
 


د مطلب کود: 263008

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263008/د-افغانستان-پوهنتونونه-اقتصادي-ستونزو-له-امله-سقوط-سره-مخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com