کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د درملو پلورونکي: مالیات او ګمرکونه د درملو بیې لوړې کړې دي

7 جدی 1401 ساعت 10:02

په پلازمېنه کې د درملو د بیو د لوړوالي په اړه د یو شمېر ناروغانو له شکایتونو وروسته درمل پلورونکي وايي چې د مالیاتونه، ګمرکونه او ډالر په ښار کې د درملو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی. حکومت دې مالیات کم کړي، ځکه خلک نه شي کولای درمل واخلي.


آوا - کابل: د کابل ښار یو درمل پلورونکی نصیر احمد وايي، د مالیاتو، ګمرکونو او ډالر په هېواد کې د درملو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
 
که څه هم نصیراحمد مني چې د درملو د وارداتو په برخه کې د تېر حکومت په پرتله مثبت بدلونونه راغلي، خو له حکومته غوښتنه کوي چې د مالیاتو او ګمرکونو اندازه کمه کړي.
 
هغه وايي، چې په کابل ښار کې د پخوا په پرتله د بې کيفيته درمل کم شوې، خو د درملو بيه لوړه شوې ده.
 
په پلازمېنه کې یو بل درمل پلورونکی محمد منصور وايي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د درملو بیې لوړې شوې دي.
 
منصور وايي، د درملو د بیو د لوړېدو لامل د دولت له خوا د ګمرکونو او مالیاتو لوړه اندازه راټولول دي.
 
نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې د درملو پر پلورونکو مالیه کمه کړي، ځکه خلک نه شي کولای په لوړه بیه درمل واخلي.
 
په همدې حال کې د کابل اوسېدونکی محمد صمیم وايي، چې د ډاکټر له خوا وړاندیز شوي ټول درمل نه شي اخیستلی او باید نیمایي یې واخلي.
 
هغه وايي، چې د پخوا په پرتله د درملو بيه لوړه شوې او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د بيې د راټيټولو لپاره هڅې وکړي.
 
یو تن ناروغ رمضان وايي، پخوا به د درملو بيه ارزانه وه، خو اوس لوړه شوې ده، له دولت څخه يې وغوښتل، چې د درملو ترڅنګ نور خوراکي توکو بیه هم راټيټ کړي.
 
ومو غوښتل چې په دې اړه د خوراکي توکو او درملو د اداري نظر هم واخلو، خو له پرله پسې ټېلفونونو سره سره ونه توانېدو.
 
په ورته وخت کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د زیاتوالي له امله ډېری ناروغان نه شي کولای چې په لوړه بیه درمل واخلي او له همدې امله شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 262998

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262998/د-درملو-پلورونکي-مالیات-او-ګمرکونه-بیې-لوړې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com