کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار خلک د امنیت له تامین څخه راضي دي

5 جدی 1401 ساعت 15:43

د کندهار خلک د جمهوري ریاست په برتله د دغه ولایت له امنیتي وضعیت څخه زیات خوښ دي.


آوا - کندهار: د کندهار ولسونه وايي چې په کندهار کې د اسلامي امارت له لوري له برابر شوي امنیت څخه په بشپړه توګه راضي دي او له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دغه پروسه دوامداره وساتي.
 
دکندهار دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مولوي امين آوا ته وويل چې دکندهار ښار د امنيت په رياست کې امنيتي تدابير زيات شوي دي او دکندهار خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د امنيت په برخه کې به هيڅ ډول کمي نه وي او له خلکو يې وغوښتل چې د امنيت د تامينولو په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړئ.
 
یو له امنیتي چارواکو څخه خان محمد وايي، د خلکو د امنیت او سولې د تامین لپاره شپه او ورځ کار کوي.
 
د کندهار ښار يو تن اوسېدونکي احمد حبيبي آوا ته وويل، چې د جمهوري رياست پر مهال خلک له ګڼو امنيتي ستونزو لکه غلا، تښتونې، ترور او نورو سره مخ وو، خو د اوس لپاره د اسلامي امارت په راتګ سره خلک کولای شي په اسانۍ سره له خپلو کورنیو سره ژوند وکړي او د ورځې او شپې په هر وخت کې په ښار کې وګرځي.
 
دکندهار ولایت یو بل اوسیدونکي محمود آوا ته وویل: داسلامي امارت له امنیتي مسولینو څخه غوښتنه کوو چې دجمهوري ریاست په څیر د امنیت په تامین کې بې پروايي او غفلت ونه کړي.
 


د مطلب کود: 262928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262928/د-کندهار-خلک-امنیت-له-تامین-څخه-راضي-دي

آوا
  https://www.avapress.com