کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوال تصفیې په بانک کې د افغانستان د شتمنیو ۸ میلیونه ډالره ګټه

5 جدی 1401 ساعت 15:38

په سويس کې د افغانستان د وجهي صندوق يو غړى وايي چې په دې موده کې د افغانستان بانک ته د ٣،٥ ميليارده ډالرو د شتمنيو لېږدول شوې چې په دې موده کې يې له ٨ ميليونو ډالرو ډېره ګټه ترلاسه کړې ده.


آوا - کابل: په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي:«د نومبر له اوومې راهیسې د افغانستان د بندو شتمنیو نیمایي برخه له امریکا متحده ایالاتو څخه د نړیوالو تصفیې بانک ته انتقال شوې ده چې تر اوسه پورې دا شتمنۍ اته میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
 
خو محرابي زياته کړه، چې تر اوسه د دې پيسو د لګولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
 
د افغانستان د وجهي صندوق دغه غړي ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په اوومه د افغانستان د ۳،۵ میلیارده ډالرو شتمنیو د نړیوال تصفیې بانک ته له سپارلو مخکې له دې پیسو څه باندې ۳۶ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړی و.
 
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان شتمنۍ باید په شفاف ډول راټولې شي او یوه معتبره نړیواله اداره جوړه شي چې د هغې د محتوا راپور ورکړي.
 
د مالي او بانکي چارو کارپوه ښاغلی قریشي ټینګار کوي چې د دې صندوق د څارنې کمیټه باید خپل راپور په درې میاشتنۍ برخه کې خپور کړي او د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمه په خپله وساتي.
 
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان د شتمنیو واک باید سرپرست حکومت ته ورکړل شي.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري رسنیو ته ویلي، چې د افغان ولس شتمنۍ او مواد باید اسلامي امارت ته ورکړل شي.
 
تر دې وړاندې د امریکا د خزانې وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ په سویس کې د افغانستان د ۳،۵ میلیارده ډالرو د شتمنیو د ساتلو لپاره یو صندوق جوړ کړی دی.
 
انورحق احدي، په سویس کې د امریکا سفیر شاه محمد محرابي او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو کس د دغه صندوق امانتداران دي او تمه ده چې د دغه صندوق یو بل غړی له ناروې او یا هم له اروپايي ټولنې څخه وټاکل شي.
 


د مطلب کود: 262926

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262926/د-نړیوال-تصفیې-په-بانک-کې-افغانستان-شتمنیو-۸-میلیونه-ډالره-ګټه

آوا
  https://www.avapress.com