کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې موټر بم چاودنه شوې

5 جدی 1401 ساعت 10:34

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، څو شېبې وړاندې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د دروازې مخې ته د موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې تر اوسه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.


آوا: د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي آوا ته وویل: چاودنه نن سهار ۹ بجې د امنیه قومندانۍ په دروازه کې شوې ده.
 
نوموړی وايي، چاودنې مرګ ژوبله اړولې، خو جزیات به یې وروسته شریک کړي.
 
په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولینو هم آوا ته وویل، چې د چاودنې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر دې دمه ۳ مړي او ۳ ټپیان وروړل شوي دي.
 
د دوی په وینا د دې پېښې ټول قربانیان پوځیان دي.
 
دغه راز ويل شوي دي چې دبدخشان ولايت لپاره دطالبانو امنيه قوماندان مولوي عبدالحق هم وژل شوى دى . آوا په خپلواکه توګه د دې خبر پخلی نه دی کړی.
 


د مطلب کود: 262888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262888/په-بدخشان-کې-موټر-بم-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com