کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې غلا او جنايي جرمونه کم شوي دي

4 جدی 1401 ساعت 15:51

د غزني چارواکي او یو شمېر ښاریان په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د غلاوو او جنايي جرمونو د کموالي خبر ورکوي.


آوا: د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي هم د تېر په پرتله د غلاوو او جنايي جرمونو لکه قتل، تښتونې او غلا د کموالي خبر ورکوي.
 
د غزني والي محمد اسحاق اخندزاده وايي، دا مهال په ټول ولایت کې امنیت تامین شوی او غلا، قتل او فساد د پخوا په پرتله ډېر کم شوی دی.
 
د غزني يو شمېر ښاريان هم تاييدوي، چې د پخوا په پرتله غلاوې او نور جرمونه کم شوي دي.
 
د غزني ښار یو تن اوسېدونکی سلیمان آوا ته په دې ولایت کې د تېر په پرتله د غلاوو په اړه وویل: که څه هم د تېرو دوو کلونو په پرتله بېکاري او بې وزلي زیاته شوې، خو له دې سره سره په دې ولایت کې غلاوې کمې شوې او د جمهوري ریاست په دوره کې د غلاوو کچه ډېره وه.
 
د هغه په ​​وينا، د پخوا په پرتله غلاوې کمې شوې، خو صفر ته نه دی رسیدلي.
 
ښاريان په دې باور دي، چې د غلاوو د کمېدو لامل د حدودو او مجازاتو د پلي کېدو وېره ده.
 
په همدې حال کې يو شمېر ښاريان په نشه يي توکو روږدي کسان د کوچنيو غلاوو مسوول ګڼي او وايي چې د ډېرو خلکو بايسکلونه د دوى له خوا غلا کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د غلو او مجرمينو چلند ډېر شوى او په څو ورځو کې په يو شمېر ولايتونو کې يو شمېر مجرمينو ته سزاګانې اورول شوې دي.
 


د مطلب کود: 262862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262862/په-غزني-کې-غلا-او-جنايي-جرمونه-کم-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com