کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: اسلامي امارت باید د زده کړو د حقونو په تضمین سره وضعیت سم کړي

3 جدی 1401 ساعت 12:27

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت د مشر له لوري د نجونو د زده کړو له ځنډولو وروسته ویلي، چې زده کړه له بشري حقونو او آزادیو څخه ده، نو له همدې امله مسکو له اسلامي امارت څخه هیله لري، چې د دې وضعیت د تضمين په برخه کې دې وضعیت سم کړي.


آوا - کابل: تیره شپه (جمعه، جدی ۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په اړه یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې روسي لوري له افغان مشرانو څخه هیله کوي چې دغه ستونزه حل کړي.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د خبرونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره مو وویل: د زده کړو حق یو له اساسي بشري حقونو او آزادیو څخه دی او باید له هیچا څخه ونه ایستل شي.
 
د روسیې دیپلوماتیک ماموریت ټینګار وکړ: موږ تمه لرو چې کابل به ډېر ژر د دغه وضعیت د سمولو لپاره لازم اقدامات وکړی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو اعلان وکړ. د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
 


د مطلب کود: 262791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262791/روسیه-اسلامي-امارت-باید-د-زده-کړو-حقونو-په-تضمین-سره-وضعیت-سم-کړي

آوا
  https://www.avapress.com