کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ اور لګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي

3 جدی 1401 ساعت 12:23

د فواید عامې وزارت ویاند وايي چې اور لګېدنې د سالنګ تونل په جدي توګه نه دی ویجاړ کړی. خو په دې پېښه کې ۲۵ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر سوځېدلي او خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.


آوا - مزارشریف: د ټولګټو وزارت ویاند عبدالحمید مصباح نن (شنبه، قوس ۳) آوا ته وویل: په شمالي سالنګ کې د تېرې شنبې په اور لګېدنه کې ۱۳ مسافر وړونکي موټر، ۱۰ بار وړونکي موټر او دوه تونس موټر له منځه تللي دي.
 
هغه زياته کړه چې د زيانونو کره شمېره نه ده معلومه، خو لیدل کیږي چې خلکو ته لوی زیانونه اوښتي دي.
 
د فواید عامې وزارت د ویاند په خبره، د سالنګ تونل ته کوم جدي زیان اوښتی نه دی او یوازې د شمالي سالنګ برښنا سیستم سوځېدلی دی.
 
هغه ټینګار وکړ، چې له شمالي سالنګ سره د برېښنا د نښلولو هڅې روانې دي او له سالنګونو څخه ترافیک بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
 
په شمالي سالنګ کې د قوس په ۲۶ مه سهار ۶:۳۰ بجې د تېلو په یوه ټانکر کې اور ولګېد او شاوخوا موټرونو ته اور خپور شو.
 
اور د شمالي سالنګ د تونل د بندیدو او ګڼې ګوڼې له امله دوام درلود او د اور وژنې ډلې د یکشنبې په ورځ سهار اته بجې په دې وتوانید چې اور کړ کړي.
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستۍ اعلامیې له مخې د سالنګ په اور لګېدنه کې ۳۱ تنه مړه او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 262790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262790/د-سالنګ-اور-لګېدنې-درانه-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com