کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې د نشه يي توکو يوه کارخانه کشف شوه

3 جدی 1401 ساعت 11:31

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت د بامیانو مرکز ته څېرمه د شبارتو په سیمه کې د نشه يي توکو د پروسس یوه فابریکه کشف کړې ده.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ وویل چې د دې قضيې په تړاو یو تن نیول شوی او یو شمېر کیمیاوي مواد نیول شوي دي.
 
په يو بل خبر کې چې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره خپره شوې راغلي، چې د باميان ولايت د کهمرد ولسوالۍ په "کولهچ" سيمه کې شاوخوا نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
بامیان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې د کوکنارو له کښت څخه د پاک ولایت په توګه پیژندل شوی دی، خو په تېر يوه کال کې د دغه ولايت ځينې برخې د نشه يي توکو د کرکيلې شاهدې دي او دا دويم ځل دى چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پروسس يوه فابريکه کشف او نيول کېږي.
 


د مطلب کود: 262783

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262783/په-باميان-کې-د-نشه-يي-توکو-يوه-کارخانه-کشف-شوه

آوا
  https://www.avapress.com