کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لاره د کوچنیو موټرنو پر مخ خلاص شوه

30 قوس 1401 ساعت 10:34

وروسته له هغه چې د سالنګ لاره د درېيو ورځو لپاره تړل شوې وه، د بغلان او پروان سيمه ييز چارواکي وايي چې دغه لاره پرانيستل شوې او اوس پر دې لاره يوازې کوچني موټر تګ راتګ کولى شي.


آوا - مزارشریف: د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس اسدالله مصطفی هاشمي نن چهارشنبه د قوس په ۳۰مه، آوا ته وویل چې د سالنګ لاره د کوچنیو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
 
په همدې حال کې د پروان د پولیسو ویاند محمد کامران زید هم آوا ته وویل: د سالنګونو د پاکولو چارې بشپړې شوې او د سالنګ لاره د موټرو پر مخ پرانیستل شوه، خو اوس مهال لویو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي او ښايي په یوه یا دوو ورځو کې دغه لاره په بشپړه توګه د ترافیکو پرمخ خلاصه شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ تونل د تېرې شنبې په ورځ (قوس ۲۶) د تېلو په ټانکر کې د اور لګېدنې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوى وو.
 
اور له څه باندې ۱۲ ساعتونو وروسته کابو شو. خو د لوګي د ډېر کثافت له امله مسافر په تونل کې بند پاتې شول او په لسګونو موټرو کې اور ولګېد.
 
د عامې روغتیا وزارت چارواکو د مړو شمېر ۳۱ او د ټپیانو شمېر ۳۷ ښودلی، خو یو شمېر خبري سرچینې د مړو شمېر تر دې هم لوړ بولي.
 


د مطلب کود: 262648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262648/د-سالنګ-لاره-کوچنیو-موټرنو-پر-مخ-خلاص-شوه

آوا
  https://www.avapress.com