کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ په تونل کې خونړۍ پېښه؛ ایران د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه

29 قوس 1401 ساعت 12:27

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند د سالنګ د تونل د ترافيکي پيښې په غبرګون کښې چې په نتيجه کښې يې د لسګونو هېوادوالو مړه او ژوبل شول، د افغانستان له خلکو او د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.


آوا - کابل: د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند کنیانی په سالنګ تونل کې د پیښې له امله د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.
 
دبهرنيو چارو وزارت وياند ددغې پيښې له قربانيانو کورنيو سره دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او دلوى خداى (ج) له دربار څخه شهيدانو ته دجميل صبر او ټپيانو ته دبيړنۍ روغتيا دعا کوي .
 
له بلې خوا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نورووف په خپله ټویټر پاڼه د سالنګ تونل د اورلګېدنې په اړه چې لسګونه کسان یې مړه او ژوبل کړل، خواشیني څرګنده کړه.
 
د هېواد په ختیځ کې د پروان ولایت په سالنګ تونل کې له اورلګېدنې وروسته پر دغې لارې د تېلو په یوه ټانکر کې چاودنه شوې او د تونل یوه برخه سقوط شوې ده.
 
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند "شرافت زمان امرخیل" ویلي، چې په دې پیښه کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۳۷ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
 
په همدې حال کې ځینو سرچینو په دې پیښه کې د وژل شویو کسانو شمیر تر ۶۰ زیات ښودلی دی.
 


د مطلب کود: 262615

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262615/د-سالنګ-په-تونل-کې-خونړۍ-پېښه-ایران-افغانستان-له-خلکو-سره-خواخوږي-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com