کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سالنګ تونل کې خونړۍ پېښه؛ مجاهد: اړوندې ادارې دې د داسې پېښو مخه ونيسي

28 قوس 1401 ساعت 15:16

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سالنګ تونل له پیښې وروسته چې په پایله کې یې ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان او تر ۳۷ زیات ټپیان شول، وویل چې د اسلامي امارت ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کوي چې د دا ډول پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (قوس ۲۷) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي: په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په پایله کې زموږ ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان شوي دي او ٣٧ تنه ټپيان شوي.
 
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي امارت ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کوي چې د دا ډول پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره جدي او لازیاتې هڅې وکړي.
 
اورلګېدنه په شمالي سالنګ کې د شنبې په شپه (قوس ۲۶) د سهار په ۶:۳۰ بجو وروسته له هغه پیل شوه چې د تېلو په یوه ټانکر کې اور ولګېد او شاوخوا موټرو ته خپور شو.
 
دغه اور د شمالي سالنګ د تونل د بندیدو او ګڼې ګوڼې له امله دوام وکړ او د اور وژنې ادارې پرون سهار اته بجې په دې وتوانید چې اور ولګوي.
 
په دغه اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر دعا کوي.
 
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان عمر نن (دوشنبه، قوس ۲۸) آوا ته وویل چې تر اوسه په دې پېښه کې د مړو شمېر معلوم نه دی، خو د ټپیانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.
 
په همدې حال کې د پروان د پولیسو ویاند کامران زاید له آوا سره په خبرو کې وویل چې د اور لګېدنې له پېښې څخه تر اوسه د پولیسو له خوا ۱۲ مړي او ۲۵ ټپیان د پروان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې ځينو خبري سرچينو د مړو شمېر ۶۳ ښودلی و، خو د عامې روغتيا او فوايد عامې وزارتونو وياندويانو دا خبره رد کړې وه.
 


د مطلب کود: 262574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262574/په-سالنګ-تونل-کې-خونړۍ-پېښه-مجاهد-اړوندې-ادارې-دې-د-داسې-پېښو-مخه-ونيسي

آوا
  https://www.avapress.com