کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي تاوتریخوالی؛ پاکستاني پلاوی به ډېر ژر کابل ته راشي

28 قوس 1401 ساعت 13:41

د پاکستان او د اسلامي امارت د حکومت تر منځ د سرحدي تاو تریخوالي له زیاتیدو وروسته ټاکل شوې چې د پاکستان د علماوو څلور کسیزه پلاوی کابل او کندهار ته سفر وکړي چې د اسلامي امارت له مهمو چارواکو سره د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي کړکیچ د کمولو په لارو چارو خبرې وکړي.


آوا - کابل: د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د پاکستان د علماوو څلور کسیز پلاوی کابل او کندهار ته ځي چې د وروستیو سرحدي جګړو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره مشورې او خبرې اترې وکړي.
 
د پاکستان په سرحدي ښار چمن کې یوه سیمه ییز چارواکي ویلي، ټاکل شوې چې دغه پلاوی په کابل او کندهار کې د اسلامي امارت له مهمو چارواکو سره د دواړو غاړو ترمنځ د سرحدي کړکېچ د کمولو په اړه خبرې وکړي.
 
د دغه چارواکي په وینا د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د اسلامي امارت تر منځ معمولې سرحدي خبرې افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر له امله ځنډول شوي دي.
 
خو هغه زياته کړه، چې له سپين بولدک - چمن څخه د پولې دواړو غاړو ته په ملکي سيمو کې عادي فعاليتونه بېرته پيل شوي دي.
 
په ورته وخت کې اسلام اباد وايي، چې د سپین بولدک - چمن پر لویه لار په دوو وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۹ پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې پرون په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي کړکیچ د هواري لپاره د یوې کمیټې د جوړولو اعلان وکړ.
 


د مطلب کود: 262559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262559/د-پاکستان-او-افغانستان-تر-منځ-سرحدي-تاوتریخوالی-پاکستاني-پلاوی-ډېر-ژر-کابل-ته-راشي

آوا
  https://www.avapress.com