کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په څه باندې یوه کال کې دوه میلیارده ډالره مرسته کړي

26 قوس 1401 ساعت 10:08

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان ته د مرستو رسولو له پیل راهیسې، دغه هېواد ته نږدې دوه میلیارده ډالره بشري مرستې ورکړل شوې دي.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک کابل ته د څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت یوه بله نغدي مرسته اعلان کړه. دا د نغدو پیسو ۵۱ بسته وه چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ورکړل شوه.
 
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارده ډالره بشري مرستې شوي دي.
 
مرکزي بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه پیسې له رسېدو وروسته یوه سوداګریز بانک ته انتقال شوې دي.
 
نړیواله ټولنه چې تر اوسه یې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، ټینګار کوي چې طالبانو ته نغدې پیسې نه ورکوي او له هغو کسانو سره مرستې کوي چې په عاجله توګه ورته اړتیا لري.
 
د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو مرستو په پام کې نیولو سره د خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی او وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.
 
د ملګرو ملتونو اړوند د مرستندویه ادارو د تازه شمېرو له مخې په افغانستان کې به تر ۲۰۲۳ کال پورې د خوراکي توکو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۸ میلیون ټنو ته ورسېږي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۱۰ میلیونه ډېروالی ښيي.
 
د ماشومانو د ساتنې ادارې تېره اوونۍ ویلي وو چې په افغانستان کې به په راتلونکي کال کې ۱۵ میلیونه ماشومان خوراکي توکو ته اړتیا ولري چې له دې سره به د هغو ماشومانو شمېر چې په خوارځواکۍ اخته وي، زیات شي.
 


د مطلب کود: 262435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262435/نړیوالې-ټولنې-له-افغانستان-سره-په-څه-باندې-یوه-کال-کې-دوه-میلیارده-ډالره-مرسته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com