کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نصیر احمد فایق به یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په غاړه ولري

25 قوس 1401 ساعت 15:36

د ځينو سرچينو له قوله د ملګرو ملتونو له خوا په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د يو بل کال لپاره نصير احمد فايق ته د سپارلو پرېکړه اعلان کړې ده.


آوا: سرچینو افغانستان اینترنشنال ته ویلي، چې د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امارت هڅې ناکامې شوې او ناصر فایق به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب ته دوام ورکړي.

 
ټاکل شوې چې دغه کمېټه د جمعې په ورځ په رسمي توګه خپله پرېکړه اعلان کړي.
 
د سرچینو په وینا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د څوکۍ د اخیستو لپاره خپل اسناد وړاندې کړي وو، خو ونه منل شو.
 
دا دوهم ځل دی چې اسلامي امارت په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ لپاره غوښتنه کوي. دې ډلې تېر کال د قوس په ۱۴مه هم ورته غوښتنه وکړه او سهیل شاهین یې په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړي وو.


د مطلب کود: 262422

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/262422/نصیر-احمد-فایق-یو-ځل-بیا-په-ملګرو-ملتونو-کې-د-افغانستان-څوکۍ-غاړه-ولري

آوا
  https://www.avapress.net