کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د مرستو ویش

23 قوس 1401 ساعت 10:22

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د کابل د موسهي، شکردرې او پغمان ولسوالیو پر شاوخوا درې زره زیانمنو شویو کورنیو مرستې ووېشل.


آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن سه شنبه (قوس ۲۲) په کابل کې له طبیعي پېښو ځپلو ۳ زره کورنیو سره مرستې وویشل.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، دغه مرستې چې خیمې، کمپلې او خوراکي توکي په کې شامل دي، د کابل ولایت د موسهي، شکردرې او پغمان ولسوالیو پر اوسېدونکو وېشل شوي دي.
 
په ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت له وزارته د مرستو له اخیستو یو تن فقیر محمد وايي، دا مرستې د دوی لپاره بسنه نه کوي، بلکې حکومت باید ورته کاري چاپېریال برابر کړي.
 
هغه له نړیوالو مرستندویه موسسو هم غوښتي چې د افغانستان د بې وزلو خلکو لپاره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.
 
خو سیلاب ځپلي د مرستو له غیر عادلانه ویش او د حکومت له بې غورۍ شکایت کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت له بیا جوړېدو سره د شمېرو له مخې بې وزلي زیاته شوې ده.
 


د مطلب کود: 262290

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262290/په-کابل-کې-د-طبیعي-پیښو-له-قربانیانو-سره-مرستو-ویش

آوا
  https://www.avapress.com