کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا روسیې ته بلنه ورکړې چې د راتلونکي کال د اپیک په غونډه کې ګډون وکړي

21 قوس 1401 ساعت 16:51

د اسیا - پاسیفیک د اقتصادي همکاریو (APEC) په برخه کې د امریکا استازي چې هېواد یې راتلونکی کال د دغه سازمان د غونډې کوربه دی، ویلي چې امریکا په دې غونډه کې روسیې ته د ګډون بلنه ورکوي.


آوا: د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې یوه امریکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیې ته به بلنه ورکړل شي چې د اسیا- پاسیفیک د اقتصادي همکاریو (APEC) په غونډه کې چې د امریکا په کوربه توب راتلونکې کال جوړیږي، ګډون وکړي.
 
په دغه سازمان کې د امریکا یوه جګپوړي چارواکي مټ مورې په سینګاپور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن به روسیه چې د دغه سازمان غړیتوب لري د APEC د ښه څارونکي په توګه بلنه ورکړي.
 
د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکي په تېرو ۶۰ کلونو کې له هغه وروسته تر ټولو خرابې دي چې روسیې په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین برید وکړ.
 
د روان کال په مې میاشت کې د تایلنډ په کوربه توب د اپیک په غونډه کې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو استازي هغه مهال له غونډې ووتل چې د روسیې د اقتصاد وزیر ماکسیم رشتینکوف په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو په اعتراض کې وینا کوله.
 
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اندونیزیا د کوربه په توګه د اندونیزیا له بلنې سره سره چې تېره میاشت په بالي کې جوړه شوې د شلو سترو اقتصادونو د ډلې په غونډه کې ګډون ونه کړ، چې د لویدیځو هېوادونو د فشارونو په وړاندې یې روسیې ته د نه بلنې او حتی د اخراجولو په وړاندې مقاومت وکړ.
 
په اپیک کې د ګډون لپاره د روسیې پر بلنې د ټینګار په ترڅ کې مټ مورې په دې غونډه کې د پوتین د حضور یادونه ونه کړه. د دغه سازمان په سږنۍ غونډه کې د روسيې لومړي وزير اندري بيلوسوف د خپل هېواد په استازيتوب ګډون کړی و.
 


د مطلب کود: 262213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262213/امریکا-روسیې-ته-بلنه-ورکړې-چې-د-راتلونکي-کال-اپیک-په-غونډه-کې-ګډون-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com