د چین ولسمشر چې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی، ټینګار کړی چې سعودي عربستان ته به د ده سفر له عربي نړۍ سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي او دغه هېواد یې د سعودي عربستان رښتینی دوست او ستراتیژیک ملګری وباله.
چين د سعودي عربستان خالص او ستراتيژيک دوست دی
18 قوس 1401 ساعت 13:25
د چین ولسمشر چې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی، ټینګار کړی چې سعودي عربستان ته به د ده سفر له عربي نړۍ سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي او دغه هېواد یې د سعودي عربستان رښتینی دوست او ستراتیژیک ملګری وباله.
آوا: شي جين پينګ له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره په کتنه کې وويل: د چين او سعودي عربستان ترمنځ همکاري پراخ ابعاد لري. چين سعودي عربستان په څو قطبي نړۍ کې يو مهم ځواک ګڼي او له رياض سره د ستراتيژيکې او هراړخيزې همکارۍ پياوړتيا ته ډېر اهميت ورکوي.
د مطلب کود: 262063