د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف چارواکو اعلان کړی، چې په راتلونکي ژمي کې به په ټول افغانستان کې له ۱۱۲ زره کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.
یونیسف: په افغانستان کې له ۱۱۲ زرو کورنیو سره ژمنۍ مرستې کوو
13 قوس 1401 ساعت 13:47
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف چارواکو اعلان کړی، چې په راتلونکي ژمي کې به په ټول افغانستان کې له ۱۱۲ زره کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.
آوا: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن یکشنبه (قوس ۱۳) اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې له ۱۱۲۰۰۰ کورنیو سره ژمنۍ مرستې کوي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د انګلستان، سویډن او جرمني له خوا برابریږي او د همدې موسسې له لارې د افغانستان پر خلکو ویشل کیږي.
په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي او پوځي تحولاتو سره، د بندیزونو د لګولو، د اقتصادي پروژو د بندېدو او وچکالۍ له امله د هېوادوالو د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.
په همدې حال کې د سوالګرو کمیټې اعلان کړی چې یوازې له کابل ښار څخه یې تر ۱۹ زره زیات سوالګر راټول کړي دي.
د مطلب کود: 261831