کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي

7 قوس 1401 ساعت 13:23

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.


آوا: رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر به ډېر ژر افغانستان ته په یوه رسمي سفر راشي.
 
کابل ته د مېرمن کهر د سفر موخه په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت څېړل دي.
 
افغانستان ته د هغه د سفر کره وخت لا نه دی ټاکل شوی.
 
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې مېرمن کهر تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه کړې وه.
 
هغه وویل، د افغانستان د کنګل شویو پیسو خلاصېدل د هېواد اقتصاد ښه ساتلی شي او د بشري ناورین وضعیت ښه کولی شي.
 


د مطلب کود: 261573

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/261573/د-پاکستان-بهرنیو-چارو-وزارت-مرستیاله-ډېر-ژر-افغانستان-ته-سفر-وکړي

آوا
  https://www.avapress.net