کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت له اسلامي امارت سره د تعامل اعلان وکړ

7 قوس 1401 ساعت 9:48

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل خبر ورکړی دی. ويل کيږي چې دغه ليدنه د هېواد اتباعو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوه.


آوا: په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت له حکومت سره خپله اړیکه اعلان کړه.
 
دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دی ترڅو د افغانانو د ستونزو د حل او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې کار وکړي.
 
په پراګ کې د افغانستان اوسنی سفیر شهزاد ګل اریوبي دی چې د تېر حکومت له خوا پر دغه مقام ټاکل شوی و.
 
له دې وړاندې د افغانستان یو شمېر نورو سفارتونو چې د افغانستان د تېر حکومت د ډیپلوماټانو تر کنټرول لاندې دي، د اسلامي امارت له حکومت سره اړیکې جوړې کړې دي. په داسې حال کې چې تر اوسه یو شمېر سفارتونو له اماراتو سره له اړیکو ډډه کړې ده.
 
همدا راز په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت د دیپلوماتانو په واک کې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څه باندې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 


د مطلب کود: 261556

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261556/په-چک-جمهوریت-کې-د-افغانستان-سفارت-له-اسلامي-امارت-سره-تعامل-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com