د بلخ امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په مزارشریف ښار کې د کورونو څخه غلاوې په بې ساري ډول کمې شوي او ګراف یې صفر ته رسېدلی دی.
په بلخ کې د کورونو څخه غلا په بې ساري ډول کم شوي
6 قوس 1401 ساعت 12:20
د بلخ امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په مزارشریف ښار کې د کورونو څخه غلاوې په بې ساري ډول کمې شوي او ګراف یې صفر ته رسېدلی دی.
آوا - مزار شریف: محمد آصف وزیری؛ د بلخ د پولیسو ویاند نن (یکشنبه، قوس ۶) آوا ته وویل چې په مزارشریف ښار کې د کورونو څخه غلا یوه لویه ستونزه وه او د امنیتي ځواکونو له ځانګړې پاملرنې وروسته یې ګراف صفر ته رسېدلی دی.
د هغه په وينا، د بلخ د امنيه قوماندانۍ امنيتي ځواکونه د سيمه ييز کنټرول له لارې توانېدلي، چې د خلکو د کورونو لوټونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
وزيري زياته کړه: پخوا په مزارشريف ښار کې دوو ډلو کورونه لوټ کول، چې يوه ډله يې ١٥ ورځې مخکې ونيول شوه او بله ډله يې تېره اونۍ ونيول شوه.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په تېره يوه مياشت کې په مزارشريف ښار کې د کور د غلا يوازې يوه پېښه شوې او عاملين يې هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
تر دې وړاندې د مزارشريف ښار اوسېدونکو د کورونو له غلاوو شکايت کاوه او له حکومته يې د پاملرنې غوښتنه کوله.
په همدې حال کې د مزارشريف ښاريان هم وايي چې د کوڅه ډبو غلاوو د کمېدو تر څنګ د شپې له خوا د کورونو غلاوې هم ډېرې کمې شوې او په دې برخه کې د خلکو اندېښنې کمې شوې دي.
د مطلب کود: 261521