له دوحې څخه تل ابیب ته د مستقیمو الوتنو د بیا پیلیدو او د افغان کډوالو د ایستلو او امریکا ته د هغوی د لیږدولو د بهیر د دوام په هکله د جوبایډن د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د قطر د دغه اقدام ستاینه کړې ده.
له دوحې څخه د الوتنو بیا پیلول/ امریکا د قطر ستاینه وکړه
30 عقرب 1401 ساعت 13:31
له دوحې څخه تل ابیب ته د مستقیمو الوتنو د بیا پیلیدو او د افغان کډوالو د ایستلو او امریکا ته د هغوی د لیږدولو د بهیر د دوام په هکله د جوبایډن د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د قطر د دغه اقدام ستاینه کړې ده.
آوا: قطر چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربه دی، د اسرائیلو د حکومت له جوړېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو اجازه ورکړه.
له بلې خوا د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ (عقرب ۳۰) د دغې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د قطر له همکارۍ او دغه هېواد ته د امریکايي اتباعو او افغانانو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو مننه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې قطر په نړۍ کې د لومړي او ستر ترانزیتي نقطې په توګه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د خلکو د لېږدولو په برخه کې د امریکا د هڅو په سر کې دی.
د راپورونو له مخې، په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې له قطر څخه امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر او دغه راز د دوحې او کابل ترمنځ الوتنې هم بندې شوې دي.
اوس مهال زرګونه افغانان د قطر په کمپونو کې امریکا ته د لېږدېدو په تمه دي.
د مطلب کود: 261243