کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام نن پیلیږي

29 عقرب 1401 ساعت 14:49

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د اعلان له مخې، په قطر کې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام د غوراوي مراسم به نن (یکشنبه،عقرب ۲۹) د افغانستان پر وخت په ۱۸:۳۰ بجو ترسره شي.


آوا: د قطر او اکوادور ترمنځ د فوټبال د نړیوال جام د لومړۍ لوبې څخه مخکې د پرانستې مراسم ترسره کیږي. دا لوبه به د افغانستان پر وخت د شپې په ۲۰:۳۰ بجو د ۲۰۲۲ نړیوال جام په رسمي توګه پیل شي.
 
ټاکل شوې وه چې د پرانیستې مراسم سبا (دوشنبه، عقرب ۳۰) ترسره شي، خو د فیفا له پرېکړې سره سم لومړۍ لوبه به د کوربه لوبډلې سره پیل شي.
 
د فیفا ۲۲م نړیوال جام به د یوه مسلمان او عربي هیواد په توګه په قطر کې ترسره شي؛ هغه هیواد چې د دې سترې سیالۍ د کوربه توب لپاره یې مشخصې نړیوالې لارښوونې نه وې کړې، خو د انګلیسي ډیلي سټار ورځپاڼې په وینا، قطر د دې ټورنمنټ د کوربه په توګه د نړیوال جام پر مهال خپل ټول شرعي او اسلامي قوانین مراعات کړل.
 
ټاکل شوې ده د فوټبال د نارینه وو ۲۲مه نړیواله سیالۍ د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۲۰ څخه د دسمبر تر ۱۸ پورې په قطر کې ترسره شي.
 


د مطلب کود: 261197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261197/په-قطر-کې-د-۲۰۲۲-کال-فوټبال-نړیوال-جام-نن-پیلیږي

آوا
  https://www.avapress.com