آوا: په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر پرون (شنبه، عقرب ۲۷) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي: له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په فعالیت پیل وکړ، هیڅ نوي بندیزونه پر افغانستان نه دی تحمیل شوی.
دغه بریتانوي دیپلومات ټینګار کړی چې د یوه هېواد په توګه پر افغانستان کوم بندیزونه نشته، بلکې د ملګرو ملتونو بندیزونه اشخاص او بنسټونه په نښه کوي.
د هغه په وینا د اسلامي امارت پر ضد بندیزونه په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ نمبر پریکړه لیک له مخې لګول شوي او موخه یې د سفر بندیز او د وسلو بندیز دی.
هوګو شارټر زیاته کړه چې دا مهمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې ۲۶۱۵ پریکړه لیک تصویب کړ چې دا تضمینوي چې د ملګرو ملتونو بندیزونه د بشردوستانه مرستو یا نورو فعالیتونو په وړاندې کوم خنډ نه رامینځته کوي چې د لومړني بشري اړتیاو ملاتړ کوي.
هغه همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو بیرته ستنیدل د بانک په وړتیا پورې اړه لري چې د څارنې د اړینو میکانیزمونو سره مسلکي او له سیاسي پلوه خپلواک فعالیت وښيي. د هغه په وينا، په دې برخه کې لا زياتو پرمختګونو ته اړتيا ده.
شارټر وویل چې د بریتانیا په ګډون مرستندویان په افغانستان کې د بشري اړتیاوو او اقتصادي ثبات ملاتړ ته ژمن دي.
د هغه په وينا، سږ کال په ټوليزه توګه مرستندويانو د ٢،٤ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه کړې او دا مرستې د رسولو په حال کې دي.
د برتانیې د سفارت شارژدافیر په دې وروستیو کې وویل چې د ځینو لپاره دا مناسبه ده چې د افغانستان نننۍ ټولې ننګونې په بندیزونو تورنې کړي، خو داسې نه ده. هغه دا کیسه ګمراه کوونکی وباله او ویې ویل چې د بیړنۍ معاملې لپاره د یو بل سره اړیکي ته اړتیا ده.
د چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونه د افغانستان د کړکېچ لامل امریکا او لوېدیځ متحدان بولي.