د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اعلان وکړ چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره به د دغې ډلې په اړه نړیواله اجماع تعقیبوي.
پاکستان: موږ د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې اجماع تابع یو
28 عقرب 1401 ساعت 15:17
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اعلان وکړ چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره به د دغې ډلې په اړه نړیواله اجماع تعقیبوي.
آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کې په یوه خبری غونډه کې وویل: تر کومه ځایه چې د طالبانو په رسمیت پیژندلو پورې اړه لری، پاکستان نه غواړی چې یوازې عمل وکړی او ترجیح ورکوی چې دغه پروسه په نړیواله اجماع سره پرمخ بوځی.
د مطلب کود: 261140