کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان ووژل

27 عقرب 1401 ساعت 14:38

ځايي سرچينې د فراه د مرکز په عسکر آباد کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودني له امله د درېيو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د فراه په مرکز عسکرآباد کلي کې پرون د هاوان د مرمۍ د چاودیدو له امله د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي دي.

 
د فراه د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ماشومان د تېرو جګړو له پاتې شونو سره لوبې کول چي چاودنه رامنځته شوه.
 
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هاوان مرمۍ تل ماشومان وژني.


د مطلب کود: 261100

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261100/په-فراه-کې-د-هاوان-مرمۍ-چاودنې-درې-ماشومان-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com