د اسلامي امارت چارواکي له ۳۰ کلونو وروسته روسیې ته د کندهار د انارو د صادرولو خبر ورکړل.
د افغانستان انار له ۳۰ کلونو وروسته روسیې ته صادر شول
26 عقرب 1401 ساعت 16:53
د اسلامي امارت چارواکي له ۳۰ کلونو وروسته روسیې ته د کندهار د انارو د صادرولو خبر ورکړل.
آوا - کابل: د دولتي رسنیو مشر انعام الله سمنګاني وايي، مسکو ته د کندهار د انارو صادرات له ۳۰ کلونو وروسته د افغان کارت شرکت له خوا بېرته پیل شول او ۲۰ ټنه انار روسیې ته صادر شول.
د هغه په وينا، روسيې ته د افغاني مېوو د صادراتو لړۍ به د حيرتان او شېرخان بندرونو له لارې دوام وکړي.
بايد يادونه وسي چې افغان انار په سيمه کې ښه کيفيت لري او کندهار د هېواد په کچه د انارو تر ټولو زيات توليدوونکى ولايت دى. په دغه ولايت کې څه باندې لس زره باغ لرونکي د انارو د باغونو په کرلو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې له کندهار څخه د انارو د صادراتو له پیل راهیسی، ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.
د مطلب کود: 261084