کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران او افغانستان ګډ صنعتي پارک جوړوي

26 عقرب 1401 ساعت 10:19

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې د ګډ صنعتي پارک پر جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان او د دغه هېواد د فولا مبارکه شرکت له مسؤلینو سره د ګډو سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د صادراتو د حجم، په ترانزیت او د املاکو په سوداګرۍ کې د اسانتیا رامنځته کول، د چابهار بندر له لارې په افغانستان کې د ایران د پانګونې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
 
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو د پيل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د ګډ صنعتي پارک د جوړولو او په افغانستان کې د يو شمېر بنسټيزو پروژو په برخه کې د ايران د تخنيکي همکاريو په اړه هم خبرې وشوې.
 
باید وویل شي، چې تېره ورځ په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې ویلي و، چې لوی ایراني شرکتونه لېواله دي، چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.
 


د مطلب کود: 261049

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261049/ایران-او-افغانستان-ګډ-صنعتي-پارک-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com