کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تمه ده چې سږ کال به د هرات د زعفرانو حاصل تر ۲۰ ټنو زیات وي

26 عقرب 1401 ساعت 10:04

د زعفرانو د کروندګرو د ملي اتحادیې چارواکي په هرات کې د زعفرانو د فیستیوال د پرانستلو په اووم پړاو کې په دغه ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی اعلانوي.


آوا - هرات: د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو د ملی اتحادیې مسؤل بشیر احمد رشیدی وویل: د وړاندوینې له مخې سږ کال ۲۰ ټنه زعفران اټکل شوی دی، ځکه چي د دې ولایت اقلیم د زعفرانو د ودې له شرایطو سره سم دی.
 
ده وويل: دا مهال په هرات کې اووه زره هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده او د شل زره کورنيو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده.
 
رشیدي زياته کړه: د هوايي دهلېز د نشتوالي له امله د زعفرانو صادروونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
 
د هغه په ​​وينا، که څه هم د اسلامي امارت چارواکو د زعفرانو له کروندګرو سره زياتې مرستې کړې دي، خو د هېواد زعفرانو ته د نړۍ بازارونو پرانېستلو ته اړتيا ده.
 
د هېواد د زعفرانو د کروندګرو د اتحادیې مسؤل وویل: چین اوس د افغان زعفرانو غوښتنه کړې چې د کروندګرو لپاره یو ښه پیغام دی.
 
په همدې حال کې د هرات د کرنې او مالدارۍ رئيس مولوي پير محمد حليمي وويل: په دغه ولايت کې سږ کال د زعفرانو کيفيت د تېرو کلونو په پرتله ښه دى او اوسمهال د هر کيلو زعفرانو بيه له ٩٠ زرو څخه تر ١١٠ زرو افغانيو پورې ده.
 
ده ټينګار وکړ: دغه رياست د زعفرانو د کښت په برخه کې له بزګرانو سره مرسته او همکاري کوي.
 
له بلې خوا د هرات والي نوراحمد اسلام جار د زعفرانو له صادرونکو وغوښتل چې د هېواد د زعفرانو په صادرولو کې پوره هڅه وکړي او اسلامي امارت د صادراتو په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.
 
هغه زیاته کړه: هغه کسان چې د هیواد د خودکفای لپاره هلې ځلې کوی په حقیقت کښې د هیواد اقتصادی مجاهدین دی.
 
د هرات د سيمه ييزې ادارې مسؤل يادونه وکړه: له اوس څخه بايد د اقليمي بدلون له امله د پستې، زعفرانو او هنګ په څېر هغو نباتاتو ته پاملرنه وشي چې لږو اوبو ته اړتيا لري.
 
ويل کيږي چې زعفران د هرات په ولسواليو لکه غوريان، پښتون زرغون او د دغه ولايت په يو شمېر نورو ولسواليو کې کرل کېږي چې د ډېرو کورنيو په ځانګړي ډول بېوزلو کورنيو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
 


د مطلب کود: 261046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261046/تمه-ده-چې-سږ-کال-د-هرات-زعفرانو-حاصل-تر-۲۰-ټنو-زیات-وي

آوا
  https://www.avapress.com