کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال په شل کلنه موده کې زیربناوو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې

25 عقرب 1401 ساعت 16:54

د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان او ایران د خراسان رضوي ولایت ترمنځ د اقتصادي همکاریو په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور او اشغال په موده کې د دغه هېواد زیربناوو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.


آوا: د اسلامي امارت د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان او ایران د خراسان رضوي ولایت ترمنځ د اقتصادي همکاریو په غونډه کې وویل چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش د راپور له مخې( سیګار) وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۱۴۴ میلیارده ډالر لګول شوي، خو د خلکو د ژوند کومه برخه نه ده ښه شوې او نه هم د زېربناوو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.
 
ښاغلي حنیف د افغانستان د ترانسپورت د وضعیت په بیانولو سره یادونه وکړه چې د اشغال په وخت کې نه یوازې دا چې ترانسپورتي زیربناوې له پامه غورځول شوي، بلکې د تولید لپاره اقتصادي هڅونې هم نه دي شوي.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست پر افغانستان د امریکايي اشغال یوې اغېزې ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان د اشغال پر مهال موږ په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شو، چې د امریکا د اشغال پایله ده.
 


د مطلب کود: 261035

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261035/د-امریکا-لخوا-افغانستان-اشغال-په-شل-کلنه-موده-کې-زیربناوو-ته-هیڅ-پاملرنه-نه-ده-شوې

آوا
  https://www.avapress.com