کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فیفا د نړیوال جام پر مهال د اوکراین په جګړه کې د یوه میاشتني اوربند غوښتنه وکړه

24 عقرب 1401 ساعت 14:56

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام پر مهال په اوکراین کي د یوه میاشتني اوربند غوښتنه وکړه.


آوا: د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) رئیس ګیانني انفانتینو د اندونیزیا په بالي ښار کې د جي۲۰ په کلنۍ غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې د فوټبال د نړیوال جام د پرانېستې پیل به د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وکړي.
 
هغه د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل: له تاسو ټولو څخه زما غوښتنه دا ده چې د نړیوال جام پر مهال د یوې میاشتې لپاره د موقت اوربند په اړه فکر وکړئ.
 
هغه زیاته کړه: حتی که اوربند بشپړ نه شي، دا یو فرصت دی چې له ځینو بشري دهلیزونو او یا هر هغه څه څخه کار واخیستل شي چې د خبرو اترو د بیا پیلیدو لامل ګرځي.
 
فوټبال ته د یووالي فکتور په توګه په ګوته کولو سره، انفانتینو یادونه وکړه چې روسیه د ۲۰۱۸ نړیوال جام کوربه و او اوکراین، هسپانیا او پرتګال سره یوځای د ۲۰۳۰ نړیوال جام کوربه توب لپاره خپله ګډه داوطلبي فیفا ته وسپارله.
 
هغه ټینګار وکړ چې په دې باور چې فوټبال کولای شي د نړۍ ستونزې هوارې کړي، موږ ته خام نه ښکاري، بلکې نړیوال جام یو ځانګړی پلیټ فارم دی، ځکه چې د ده په وینا، د نړۍ شاوخوا پنځه میلیارده خلک چې د نړۍ له نیمایي څخه زیات خلک دي، ددي لوبی شوقیان دی او په تلویزیون کي ګوري.
 
هغه زیاته کړه: راځئ چې له دې فرصت څخه په استفادې سره د ټولو جګړو د پای ته رسولو لپاره هرڅه وکړو.
 
په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته د فبرورۍ په ۲۴ المپیک نړیوالې کمیټې په وړاندیز روسیه د ۲۰۲۲ قطر نړیوال جام څخه وویستله.
 
د اندونیزیا په بالي ښار کې د G20 سرمشریزه نن (سه شنبه، عقرب ۲۴) پیل شوه او سبا به دوام وکړي. دا غونډه په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د نړۍ د سترو اقتصادونو د مشرانو لومړۍ غونډه ده.
 


د مطلب کود: 260980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260980/فیفا-د-نړیوال-جام-پر-مهال-اوکراین-په-جګړه-کې-یوه-میاشتني-اوربند-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com