کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله به نن د ترکمنستان له لوبډلې سره مخامخ شي

23 عقرب 1401 ساعت 15:36

د هېواد له ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به نن دوشنبه د عقرب په ۲۳ مه نېټه د منځنۍ اسیا د فوټبال سیالیو د ګروپ پړاو په دویمه لوبه کې د ترکمنستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.


آوا: د هېواد د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي: د منځنۍ اسیا د فوټبال د سیالیو په دوام به د دغه هېواد د فوټبال ۱۴ کلنه لوبډله نن دوشنبه د ترکمنستان له لوبډلې سره مخامخ شي.
 
په تېرو لوبو کې د ترکمنستان د دومره ښو پایلو په پام کې نیولو سره، د دغه هېواد د ځوانانو ملي لوبډله نن د دغه هېواد پر وړاندې په بریا سره شپږ نمرې ترلاسه کولای شي.
 
باید وویل شي، چې دا لوبه به نن د افغانستان پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې د تاجکستان په حصار لوبغالي کې ترسره شي.
 
د افغانستان د ١٤ کلنو ملي ټيم پخوانۍ لوبه د ايران د ځوانانو له نوي ملي ټيم سره وه چې د ١-٠ په توپير د دغه هېواد د ملي ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
 


د مطلب کود: 260946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260946/د-هېواد-ځوانانو-فوټبال-ملي-لوبډله-نن-ترکمنستان-له-لوبډلې-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com