کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برتانیې له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي

22 عقرب 1401 ساعت 14:49

د بريتانيا حکومت له خپلو اتباعو غوښتي چې د امنيتي وضعيت د خرابوالي له امله افغانستان ته سفر ونه کړي، ځکه چې د تروريستي بريدونو خطر شته، په ځانګړې توګه پر هوايي ډګرونو کي.


آوا: د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د برتانیې هیڅ قونسلګري نه لري او د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا په جدي توګه محدوده ده.
 
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا بې ثباته ده او د ترهګرو بریدونو په ځانګړي ډول پر هوايي ډګرونو د بریدونو خطر شته.
 
دغه وزارت يادونه کړې، چې په افغانستان کې د برتانوي اتباعو د نيول کېدو خطر ډېر شوى او ښايي د برتانيا حکومت د دغه ډول نيولو په اړه خبر نه وي.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، "د افغانستان په خاوره کې تګ راتګ خورا خطرناک دی او ممکن د پولې لارې خلاصې نه وي."
 
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له دې خبرداري سره ويلي دي، که برتانوي اتباع بيا هم په افغانستان کې د پاتې کېدو اراده لري، نو هڅه دې وکړي چې له غونډو ډډه وکړي، هويت پټ کړي او لازم تدبيرونه ونيسي.
 
بريتانيا په داسې حال کې خپل اتباع افغانستان ته له تګ څخه منع کوي، چي اسلامي امارت تل اعلان کړی په افغانستان کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی او هېوادونه بايد په کابل کې خپل سفارتونه پرانيزي.
 
د روسیی سفارت د چاودنې او د دوو ډيپلوماټانو له وژل کېدو وروسته د روسيې سفارت خپله قونسلګري څانګه وتړله او د پاکستان او ايران له لاري افغانانو ته ويزې ورکولو اعلان وکړ.
 
تېره اوونۍ د چک جمهوریت هم اعلان وکړ چې د امنیتي ستونزو له امله به په افغانستان کې خپل سفارت تل لپاره وتړي.
 


د مطلب کود: 260901

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260901/برتانیې-له-خپلو-اتباعو-غوښتي-چې-افغانستان-ته-سفر-څخه-ډډه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com