د مرکزي بانک چارواکي وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، د ۴۰ میلیونو ډالرو نغدي مرستو بسته کابل ته راورسېده.
بشردوستانه نغدي مرستي/ کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه کڅوړه راورسېده
22 عقرب 1401 ساعت 13:27
د مرکزي بانک چارواکي وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، د ۴۰ میلیونو ډالرو نغدي مرستو بسته کابل ته راورسېده.
آوا: دغه بانک نن یکشنبه د عقرب په ۲۲مه په یوه ټوېټ کې ویلی چې د بشری مرستو په دوام د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله بسته افغانستان ته را رسېدلې او په یوه سوداګریز بانک کې جمع شوې ده.
بايد يادونه وشي چې افغان اتباعو ته د دې پيسو د لګولو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د مطلب کود: 260886