د اندونیزیا په بالي کې د جي ۲۰ سرمشریزه چې ټاکل شوې ده د روانې عقرب میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه جوړه شي، د امریکا او چین ولسمشران به هم د لومړي ځل لپاره سره وګوري.
د بالي غونډه/ د امریکا او چین ولسمشران ملاقات کوي
19 عقرب 1401 ساعت 12:11
د اندونیزیا په بالي کې د جي ۲۰ سرمشریزه چې ټاکل شوې ده د روانې عقرب میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه جوړه شي، د امریکا او چین ولسمشران به هم د لومړي ځل لپاره سره وګوري.
آوا: د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، راتلونکې اونۍ به په بالي کې د جي ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره وګوري.
د امریکايي وېبپاڼې «ان پي ار» د راپور له مخې، بایډن خپله بهرنۍ تګلاره د چین له خوا د رامنځته شوي اقتصادي او ملي امنیت ګواښونو پر وړاندې متمرکزه کړې ده. هغه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې هغه به بیجینګ ته هیڅ ډول امتیازات ورنکړي خو غواړي پوه شي چې د متحده ایالاتو په اړه د شي جین پینګ "سره کرښه" څه ده.
د بایډن د دندې له پیل راهیسې د دواړو هیوادونو مشرانو سره نه دي لیدلي. بایډن کله چې هغه د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر و د شي حین پینګ سره لیدنې درلودې. مګر شي جین پینګ پدې وروستیو کې د کوویډ - ۱۹ وبا وروسته بهر ته سفرونه پیل کړل.
ټاکل شوې د اندونیزیا په بالي کې د جي ۲۰ سرمشریزه د روانې میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه ترسره شي.
د جي۲۰ غونډه به د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د نړۍ د لویو اقتصادونو د مشرانو لومړۍ غونډه وي او تمه کیږي چې د جګړې پایلې به هلته روښانه شي.
اندونيزيا د لوېديځو هېوادونو او اوکراين غوښتنه رد کړې چې له دې غونډې دې روسيه وباسي او د خوړو او انرژۍ د امنيت په برخه کې د همکارۍ پر امکاناتو يې ټينګار کړی دی.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د جي ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه چې د اوکراین د ختیځ د څلورو سیمو د الحاق لپاره د مسکو د هڅو غندنه کوي. د جي۲۰ نورو غړو چین، هند او سویلي افریقا برخه نه وه اخیستې، پداسې حال کې چې اروپایي اتحادیه د ملګرو ملتونو په سازمان کې استازیتوب نه کوي.
د مطلب کود: 260804