کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې یو صنعتي پارک جوړیږي

19 عقرب 1401 ساعت 11:10

د جوزجان د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مسؤلین وايي، د دې ولایت د اقچې په ولسوالۍ کې د سوداګرۍ د پراختیا، ودې او د پانګونې د جلبولو په هدف به یو صنعتي پارک جوړ شي.


آوا: د جوزجان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نیاز محمد تواب آوا ته وویل: د اقچې په ولسوالۍ کې د صنعتی پارک جوړول د پانګونې د ملاتړ لپاره یوه جدی اړتیا ده او د دغه وزارت په غوښتنه په دې برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو اداره قوي اراده لري.
 
د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په وینا، په دغه پارک کې چې د آقچې ولسوالۍ په سا سرک کې موقعیت لري، اوسمهال ټولې اسانتیاوې برابرې شوي او سوداګر او پانګوال کولای شي د فابریکو او تولیدي شرکتونو په جوړولو سره خپل کاروبار ته وده ورکړي.
 
په همدې حال کې د جوزجان یو شمېر سوداګر او پانګوال د صنعتي پارکونو جوړول په هېواد کې د اقتصاد په وده او پانګونې کې مهم بولي او د فابریکو او تولیدي شرکتونو د جوړېدو ډاډ ورکوي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت له جوړېدو سره په جوزجان کې پانګونې ته د سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
 


د مطلب کود: 260795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260795/په-جوزجان-کې-یو-صنعتي-پارک-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com