کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د خدماتو رسولو لړۍ چټکه کړې ده

18 عقرب 1401 ساعت 16:25

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان خلکو ته یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر چټک کړی دی. دغه سازمان ویلي دي چې سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۳۲ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.


آوا: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په داسې حال کې چې په هېواد کې ډېر خلک له خطر سره مخ دي او ژمی په رارسېدو دی، د افغانستان خلکو ته یې د اړینو خدمتونو او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
 
د دغه سازمان د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۳۲ زره افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
 
د دغه سازمان په دغه راپور کې راغلي دي: بې ثباته امنیتي وضعیت او د مختلفو ساري ناروغیو لکه شدید اسهال، شري، ډینګي تبې، ملاریا او کورونا خپریدو هم د دغه هیواد په اغیزمنو خلکو منفي اغیز کړی دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړه: د اکټوبر په میاشت کې په ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو کې د ډینګي تبې پېښې ثبت شوې او د شري له دوه زره زیاتې پېښې هم ثبت شوې دي.
 
د دغه سازمان د راپور له مخې، د خلکو د ژوند د وضعیت او د ناسم روغتیايي سیستم له امله باید د ژمي په موسم کې په سیاري کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي تمه وشي.
 
دغه راپور زیاتوی چې د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د چټکتیا په موخه دغې ادارې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د واکسیناسیون د پلانونو د لارښوونې په هدف تر سلو ډېر مدیران روزلي دي.
 


د مطلب کود: 260775

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260775/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-افغانستان-ته-خدماتو-رسولو-لړۍ-چټکه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com