کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نوي افغاني بانکنوټونه کابل ته راورسېدل

18 عقرب 1401 ساعت 15:01

د مرکزي بانک چارواکو د نويو بانکنوټونو د لومړۍ جوپه ترلاسه کولو اعلان وکړ.


آوا: سرچینې وایی چې د افغانی بانکنوټونو بار وړونکې الوتکه پرون (سه شنبه، عقرب ۱۷) د کابل هوایی ډګر ته راورسېده.
 
د اسلامي امارت د مرکزي بانک چارواکو هم تایید کړې، چې د تازه چاپ شویو افغانیو بانکنوټونو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې ده.
 
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ دغه بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ شوي دي.
 
د نویو چاپ شویو بانکنوټونو کره اندازه لا نه ده معلومه.
 
د افغانستان له واکه وروسته اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله نشي کولای نوي بانکنوټونه چاپ کړي. د نويو بانکنوټونو نشتوالي ښاريان په ورځنيو راکړو ورکړو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 


د مطلب کود: 260767

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260767/نوي-افغاني-بانکنوټونه-کابل-ته-راورسېدل

آوا
  https://www.avapress.com