کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان ولایت ۹۰ سلنه دولتي څړځایونه غصب شوي دي

18 عقرب 1401 ساعت 10:23

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۹۰ سلنه واښه د زورواکو او ځايي اوسېدونکو له خوا غصب شوي او تر اوسه یې ۳۰ زره جریبه غصب شوې ده.


آوا - مزارشریف: د سمنګان د والي مرستیال احمد خان خادم نن چهارشنبه د عقرب ۱۸مه، آوا ته وویل: په ټول هېواد کې ۹۰ سلنه دولتي څړځایونه د زورواکو او ځايي اوسېدونکو له خوا غصب شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د سمنګان سيمه ييز حکومت په تېرو دوه نيمو مياشتو کې د يوه کمېسيون له لارې ٣٠ زره جريبه دولتي ځمکي بېرته نيولي او د نورو ځمکو د بېرته راګرځولو کار دوام لري.
 
د سمنګان مرستيال والي زياته کړه: "اوس مهال په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کار دوام لري، موږ د دولتي څړځايونو څلوېښت سلنه بېرته نيولې او هڅه کوو، چې ٥٠ زره جريبه نور څړځايونه هم له غاصبينو خلاص کړو."
 
هغه ټینګار وکړ، چې خلکو جعلي اسناد جوړ کړي او دا اسناد هم تر څېړنې لاندې دي.
 
ښاغلي خادم ټینګار وکړ، چې د حضرت سلطان ولسوالۍ د غصب شویو ځمکو له پاکولو او بېرته ترلاسه کولو وروسته باید د دغه ولایت ټولې څړځایونه او دولتي ځمکې بېرته ونیول شي.
 
په همدې حال کې د سمنګان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پر څړځایونو سربېره زرګونه جریبه د استوګنې ځمکې او باغونه هم غصب شوي دي.
 


د مطلب کود: 260739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260739/د-سمنګان-ولایت-۹۰-سلنه-دولتي-څړځایونه-غصب-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com