کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د جنايي جرمونو کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده

16 عقرب 1401 ساعت 13:21

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې جنايي جرمونه ۸۰ سلنه کم شوي او هڅې روانې دي، چې په دغه ولایت کې د جرمونو کچه صفر ته ورسېږي.


آوا - د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمی نن دوشنبه، (عقرب ۱۶)  وویل: په جوزجان کې زموږ د ځواکونو ګزمه او پوستې د شپې له خوا فعالې دی او امنیت نشته.
 
هغه وويل، چې اوس مهال د امنيتي ځواکونو د فعاليت په ډېرېدو سره په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه ٨٠ سلنه راټيټه شوې او دوى هڅه کوي، چې د جرمونو ګراف صفر ته راټيټ کړي.
 
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د شبرغان - مزارشريف په مربوطاتو کې به لس پوستې فعالې شي، چې د عامه لارو د امنيت په ټينګښت کې به ښه رول ولوبوي.
 
حليمي ټينګار وکړ چې خلک د جوزجان له امنيت څخه راضي دي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د خلکو لپاره تر ټولو ښه امنيت برابر کړي.
 
نوموړي په تېر او اوسني وخت کې د جرمونو د کره شمېرې په اړه جزئيات ورنه کړل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان اوسېدونکو کلونه وړاندې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو، کوڅه ډبو او قتلونو څخه شکایت کړی و.
 


د مطلب کود: 260648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260648/په-جوزجان-کې-د-جنايي-جرمونو-کچه-۸۰-سلنه-کمه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com