د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا فعاله شوه
15 عقرب 1401 ساعت 14:00
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ.
آوا: دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون په ملاتړ بیا جوړه شوې ده.
د اعلامیې له مخې، اوسمهال د هېواد له ټولو ولایتونو ښځینه پانګوالې د دغې خونې په چوکاټ کې چې یوه رسمي اداره ده، کار کوي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه یې کړې چې له اسلامي شریعت سره سم ښځو ته د پانګونې او سوداګرۍ سالم چاپېریال برابر کړي.
دغه وزارت ټینګار کړی: که د سوداګرۍ او پانګونې نړیوال بنسټونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همغږۍ کار وکړي، خصوصي سکتور ته به ګټه ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت له سقوط او په هېواد کې د اسلامي امارت له بيا رامنځته کېدو وروسته د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې فعاليتونه ودرول شول
د مطلب کود: 260593