د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله درې تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی او د دوو تنو جسدونه لا هم نادرکه دي.
په بدخشان کې د ځمکې ښویدنې له امله ۴ تنه مړه او ټپیان شول
15 عقرب 1401 ساعت 10:07
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله درې تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی او د دوو تنو جسدونه لا هم نادرکه دي.
آوا - مزارشریف: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس معیز الدین احمدی آوا ته وویل: دغه پیښه د شنبې په ورځ (عقرب ۱۴) د دې ولسوالۍ د میمنې ولسوالۍ په ورو کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د يو تن جسد موندل شوى، دوه جسدونه لادرکه دي او يو تن ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه چې د ورکو شويو جسدونو د را ايستلو لپاره پلټنې روانې دي.
د مطلب کود: 260573