په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي په (نیز اووسیما) ورځپاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره ادعا کړې چې امریکا او انګلستان په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې له ودې سره مرسته کوي.
روسیه: امریکا او انګلستان په افغانستان کې د داعش له ودې سره مرسته کوي
13 عقرب 1401 ساعت 14:26
په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي په (نیز اووسیما) ورځپاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره ادعا کړې چې امریکا او انګلستان په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې له ودې سره مرسته کوي.
آوا: د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د داعش د ودې په اړه لیکلي، چې امریکا له انګرېزانو سره په ګډه د داعش د خراسان څانګې په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. داعش ډله او همدارنګه د اسلامي امارت له مشرانو څخه د بې پیلوټه الوتکو له ګواښ سره مخ دي، له روسیې او چین څخه د ځان د لرې کولو لپاره تاوان اخلي.
د مطلب کود: 260516