کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر یوه کال کې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې هېڅ پیسې نه دي لګول شوي

13 عقرب 1401 ساعت 11:21

سیګار وايي، د تېر حکومت له سقوط وروسته د افغانستان د بیارغونې په برخه کې هېڅ پیسې نه دي لګول شوي.


آوا: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي دي چې په تیر کال کې له افغانستان سره د ۱.۱ میلیارد ډالرو بشري مرستو سره سره د امریکا ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له امله دولتي ادارو د افغانستان د بیارغاونې لپاره څه نه دي کړي او نه یې پیسې لګولي دي.

 
د سیګار مشر جان ساپکو هم د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) او د دغه هېواد د خزانې وزارت پر نه همکارۍ او همدارنګه په دې برخه کې د امریکا د حکومت له خوا د خنډونو پر رامنځته کولو نیوکه کړې ده. د سیګار څیړنه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو مرستې څنګه کارول کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سره صليب د کمېټې په تازه راپور کې راغلي چې د تېر کال په اسد کې د پخواني حکومت له نسکورېدو راهيسې ۷۰۰ زره دندې له لاسه ورکړي دي.
 
په افغانستان کې د سره صلیب کمیټې راپور ورکړی چې په افغانستان کې د شاوخوا ۹۰ سلنه کارګرانو ورځنی عاید له ۱.۹ ډالرو څخه کم دی.
 
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له راتګ سره ډېری اشرافیان او تمویل کوونکي له افغانستانه وتښتېدل، چې دغه کار په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي بحران د شدت لامل شوی دی.


د مطلب کود: 260511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260511/په-تېر-یوه-کال-کې-د-افغانستان-بیارغونې-برخه-هېڅ-پیسې-نه-دي-لګول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com