د نړۍ اووه مخکښ اقتصادونه یا G7 نن پنجشنبه (عقرب ۱۲) اوکراین ته د لا زیاتو مرستو د برابرولو په هدف د همغږۍ غونډه وکړي.
جي۷: اوکراین ته د لا زیاتو مرستو لپاره همغږي
12 عقرب 1401 ساعت 15:19
د نړۍ اووه مخکښ اقتصادونه یا G7 نن پنجشنبه (عقرب ۱۲) اوکراین ته د لا زیاتو مرستو د برابرولو په هدف د همغږۍ غونډه وکړي.
آوا - کابل: دغه غونډه د آلمان په کوربه توب جوړیږي او ټاکل شوې چې دوه ورځې دوام وکړي.
ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به هم په دې غونډه کې له خپل سیال سره د چین په اړه خبرې وکړي.
باید وویل شي، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا کییف ته پراخې مرستې استولې، چې د دې جګړې د ختمېدو لامل شوې دي.
د مطلب کود: 260500