کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مالیې وزارت ملي پرمختیايي شرکت په یوه کال کې ۵۵ پروژې بشپړې کړي

11 عقرب 1401 ساعت 16:52

د اسلامي امارت مسؤلینو د مالیې وزارت د ملي پرمختیايي شرکت لاسته راوړنې اعلان کړې او ویلي یې دي: دغه شرکت په یوه کال کې ۵۵ پروژې بشپړې کړي دي.


آوا - کابل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د ملي پراختیا شرکت د یوه دولتي شرکت په توګه په څلورو برخو (اوبو، کرنې، ساختماني او تولید) کې فعالیت کوي. او په تیر کال کې ۵۵ پروژې بشپړې شوې او ۲۶ نورې پروژې عملي شوې او ۱۵ سترې ملي پروژې هم تر کار لاندي دي.
 
د سمنګاني په وينا، پر دې سربېره دغه شرکت د اوبو په برخه کې لکه د قوشتپه کانال پروژې، د تنګي ابدالي د چک بند، د سنګ آب بند، د يوج چک بند، د نمک آب جهيل، د ترک او خشک د اوبو لګولو کانال، د فراه د اوبو بندونه شامل دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ګڼې ملي پروژې په ټپه ولاړې وې.
 


د مطلب کود: 260466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260466/د-مالیې-وزارت-ملي-پرمختیايي-شرکت-په-یوه-کال-کې-۵۵-پروژې-بشپړې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com