کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند ته د هوايي دهلېز فعالول/ څه باندې ۳۰ زره ټنه سوداګریز توکي صادر شوي دي

10 عقرب 1401 ساعت 14:29

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه یې له هند سره هوايي دهلیز بېرته پرانیستی دی.


آوا - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، هند ته څه باندې ۳۰ زره ټنه سوداګریز توکي صادر شوي دي.
 
د ښاغلي جواد په وینا، اسلامي امارت به له هند سره خپلې سوداګریزې اړیکې د هوايي حریم له لارې پراخې کړي او هڅه کوي چې سږ کال هند ته سوداګریز صادرات زیات کړي.
 
تر اوسه پورې څه دپاسه ٣٠ زره ټنه پنبه او لاسي صنايع هند ته صادر شوي دي.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند وويل: په دې وروستيو کې له هند سره يو هوکړه ليک لاسليک شو، چې پر بنسټ به يې له هند سره د افغانستان سوداګري په بېلابېلو برخو کې دوام وکړي.
 
باید وویل شي، چې له هند سره د هوايي دهلېز له لارې سوداګري په ۲۰۱۹ کال کې د تېر حکومت له خوا پیل شوې وه.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و چې هند او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره ښې اړیکې لري او اوس هڅه کوي چې دغه اړیکې پراخې کړي.
 


د مطلب کود: 260413

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260413/هند-ته-د-هوايي-دهلېز-فعالول-څه-باندې-۳۰-زره-ټنه-سوداګریز-توکي-صادر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com