کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران: هیله لرو چې د هرات - خواف ریل پټلۍ پروژه ژر تر ژره بشپړه شي

10 عقرب 1401 ساعت 10:39

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه چې د هرات - خواف ریل پټلۍ د پروژې تطبیق د افغانستان د داخلي شرایطو له امله په موقتي توګه ودرول شو او ویې ویل: هیله لرو چې داسې شرایط رامنځته شي چې دا کار بشپړ شي.


آوا: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون دوشنبه (عقرب ۱۰) له خبریالانو سره په اونیزه غونډه کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د خواف - هرات د اورګاډي کرښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: دا پټلۍ د ایران له لومړیتوبونو څخه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګول او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زمینه برابرول دي، خو د افغانستان د کورنیو شرایطو له امله یې عملي کول ځنډولي دي او له مخکې ټاکل شوې پروژې اغېزمنې شوې، دا یوه نیمګړتیا ده.
 
کنعاني په دوام کي وويل: سياسي کړکېچونه او ګډوډي تل د هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر بهير بېړنۍ اغېزه لري او دا د افغانستان او ايران دواړو لپاره زيان دى.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: هیله مند یم چې شرایط داسې جوړ شي چې دا پروژه بشپړه شي.
 
په همدې حال کې زموږ د هېواد د ریل پټلۍ ادارې درې اونۍ وړاندې (میزان ۱۷) اعلان وکړ چې د هرات - خواف رېل پټلۍ به په راتلونکو دوو میاشتو کې د فعالیت لپاره چمتو شي.
 
د خواف - هرات د اورګاډي کرښې له بشپړېدو سره، ایران ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به له دې لارې افغانستان ته د مالونو لېږد پیل کړي.
 
د خواف - هرات رېل پټلۍ په کال کې ۶ میلیونه ټنه مال او یو میلیون مسافر لېږدوي، چې نه یوازې له ایران سره د افغانستان سوداګري پیاوړې کوي، بلکې د تاجکستان، قرغزستان، چین او هند په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم ډېره مهمه ده.
 
دا د اورګاډي کرښه د ۲ میلیارد ډالرو پنځه ملي ریل دهلیز (FNRC) پروژې کلیدي برخه ده. د پنځه هیوادونو د اورګاډي پټلۍ پروژه د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران له هیوادونو څخه تیریږي، چې ترکیې ته به دوام ورکړي. دا پټلۍ به یاد شوي هیوادونه نه یوازې له یو بل سره ونښلوي بلکې له اروپا سره هم وصل شي.
 
د هرات او خواف ترمنځ سوداګري کولای شي هرات په یوه سوداګریز مرکز بدل کړي او که د پنځو هېوادونو د اورګاډي د دهلېز پروژه عملي شي، هرات به د منځنۍ اسیا یا منځنۍ اسیا ته د ایران د دروازې په توګه بدل شي.
 


د مطلب کود: 260387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260387/ایران-هیله-لرو-چې-د-هرات-خواف-ریل-پټلۍ-پروژه-ژر-تر-ژره-بشپړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com